ټولنه

له څلور سوه بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .

– کابل باختر د وږي څلورمه :
په تخار ولايت کې  له څه دپاسه څلور سوه بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيمور  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه نغدي مرسته داکتيد موسسې له خوا له هغو څلور سوه کورنيو سره وشوه چې دناامنيو له امله دکندز ولايت ددشت ارچي ، قلعه ذال او خان اباد له ولسواليو څخه بې ځايه شوي او دغه ولايت ته يې ګډه کړې ده .
ښاغلي تيمور وويل  چې په هرې بې ځايه شوې کورنۍ  څلور زره افغانۍ ويشلې شوېدي .
داپه داسې حال کې ده چې له يوې مياشتې راپديخوا دتخار ولايت دمقام او په دغه ولايت  کې دمرستندويو موسسو له خوا دکندز ولايت له اړوندو ولسواليو څخه په څه دپاسه زرو بې ځايه ويو کورنيو نغدې پيسې او خوراکي توکي ويشل  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته