سیاست

له پيښو سره د مبارزې ملي کميټې غوڼده وکړه

کابل باختر دمرغومي لسمه :
له پيښو سره دمبارزې د ملي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس  د دويم مرستيال او ددغې کميټې د رييس  محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستيال دکميټې د تيرو پريکړو د تحقق د څرنګوالى او د پيښو دعمومي حالت په باب لنډرپوټ وړاندې کړ.
ددغه رپوټ له مخې: په هرات ولايت کې د غور او بادغيس د ولايتونو له بې ځايه شويوکسانو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده .
دغه راز د منظور شوى بيړني تخصيص د غور ولايت ته ليږدول شوى دى او دغه ولايت ته د شپږ زرو ټنوغنمو د ليږدونې بهير هم پيل شوى دى.
د پروان، ميدان وردګو ، پکتيکا، دايکندي،  لغمان او نورو ولايتونو ته دغنمو ليږدول پيل شوى دى او دغه راز د نورستان ولايت ته د درې زره متريک ټنو غنمو د تخصيص د ليږدونې خبر هم غونډې ته ورکړ.
په دې غونډه کې له پيښو سره د مبارزې د ملي کميټې ټولو غړو د ژمنيو احتمالي پيښو د څيړنې لپاره خپل تيارى اعلام کړ او په دې باب يې کميټې ته ډاډ ورکړ.
کميټې د نورستان په مستحقوکسانو د ځانګړې شوې مرستو د رسيدو او ويشلو په ډاډ باندې ټينګار وکړ .
دغه راز له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې برسيره د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت، د اوچا او ډبليو اف پي) د ادارو استازو هم  په هرات کې د غور او بادغيس د ولايتونو دمهاجرينو دترپوښښ لاندې نيولو له امله کميټې ته ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا او دعامې روغتيا وزيرانو  د بدخشان ولايت د پامير او واخان د ساحوله اوسيدونکو سره د مرستې له امله  دغونډې غړو ته خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته