کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
له پيښو سره د مبارزې د دولتي عالي کميسيون خبرتيا!
هغو هيوادوالوته چې له کابل څخه د بلخ ، سرپل، جوزجان او د فارياب ولايتونوته د سفر نيت لري؛ خبرورکول کيږي چې د هيواد د شمال په بېلابېلو سيموکې د سيلاوونو د راوتلو له امله د تاشقرغان تنګۍ په ګډون دغو ولايتونو ته د غځيدلو لارو ځينې برخې ويجاړې او تړلې شوې دي .
په دې وسيله له ټولو مسافرانو څخه غوښتل کيږي چې په بشپړه توګه د لارو تر بيا پرانستلو پورې، دغو ولايتونو او له دغو ولايتونو څخه پايتخت ته له سفر څخه ډډه وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ