ټولنه

له پيښو سره دمبارزې دملي اداري خبرتيا

کابل باختر دثور  دويمه

  له پيښو سره دمبارزې دملي اداري خبرتيا

  ټولو ګرانو کابل ښاريانو ته خبر ورکول کيږي چې له څو ورځو راپديخوا دسختو او پرله پسې  اورښتونو  له امله دکابل  سيند  څپانده شوي دي او هره شيبه د سيند په غاړو کې دخطر درامنځته کيدو امکان شته .

 له دې امله  له هغوګرانو ښاريانو څخه چې دکابل سيند ته څيرمه  ژوند کوي غوښتنه کيږي  چې خپل  ځان ,کورنۍ  اوچاپيريال ته  متوجه واوسي .

 دسيلاو دګواښ په صورت کې دي له پيښو سره دمبارزې  د ملي اداري ته خبر ورکړي چې خوندي سيمو ته دهغوي دليږدونې  په مقصد  اقدام وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته