له پنځو کلونو وروسته د کاپيسا د سيمه ييز ټلويزيون بيا فعاليدل

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
د کاپيسا سيمه  ييز راډيو ټلويزيون نن بيا په خپلو نشراتي فعاليتونو پيل وکړ.
دغه شبکه چې پنځه کاله مخکې له فعاليت څخه لويدلې وه؛ د ملي راډيو ټلويزيون د لوى رئيس زرين انځور له خوا د دغه راډيو ټلويزيون د تخنيکي او اداري او د ولايتونو دمرستيالانو، په ملي شورا د خلکو  د وکيلانو او د دولتي ادارو د رييسانو په شتون بيا فعاله شوه . 
د کاپيسا ولايت د سيمه ييز راډيو ټلويزيون مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغې شبکې د فريکوينسۍ د ظرفيت د ټيټوالي په علت نه شواى کولاى چې خپرونې وکړي چې په لوړې فريکونسۍ د هغې په بدلولوسره يې بيا په خپرونو پيل وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته