روغتیا

له پنځه کلنى څخه ښکته په اته اعشاريه نهو مليونو تنو ماشومانو دپوليو واکسين تطبيقيږي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دپوليو واکسين د مني دپروګرام لومړى پړاو نن په ټول هيواد کې پيل شو.
دباختر آژانس دخبرله  مخې : په دې درې ورځني پروګرام کې د عامې روغتيا وزارت واکسيناتوران دماشومان کورونو ته ځي اوله پنځه کلنى څخه ښکته په اته اعشاريه نهو مليونو تنو ماشومانو دپوليو دوه دوه څاڅکې واکسين تطبيقوي.
دغه راز په دې پروګرام کې له دوه کلنى څخه تر پنځه کلنى پورې پنځه اعشاريه څلورو مليونو تنوماشومانو ته دکولمو د چنجيو د له منځه وړلو لپاره د البندازول تابليټ ورکول کيږي.
د عامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل وويل: سږ کال د واکسين د پروګرامونو د عملي کولو په لړکې له خطر سره په مخامخو ساحوکې دوه پسرلني سراسري او د مني دوه سراسري پروګرامونه او څلور فرعي پروګرامونه ترلاسه لاندې نيول شوي و چې دوه پسرلني پروګرامونه او دوه فرعي پروګرامونه يې تراوسه پورې په برياليتوب سره عملي شوي دي.
ډاکترې دليل وويل: دغه پروګرام زموږ د اته شپيتو زرو شپږ سوه څلور اتيا تنو همکارانو له خوا د هيواد په ګوټ ګوټ کې پرمخ بيول کيږي.
پوليو يوه ويروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او د ماشوم د دايمي معيوبيت او آن د مړينې سبب کيږي.
د دغې ناروغۍ ويروس د ګرځيدو په حال کې دى او کولاى شي له يوه کلي څخه بل کلي ته او آن له يوه هيواد څخه بل هيواد ته د هغو ماشومانو په واسطه چې د پوليو واکسين پرې نه دى تطبيق شوى؛ وليږدول شي او د لسګونو او سلګونو نورو ماشومانو د اخته کيدو سبب کيږي.
د عامې روغتيا وزارت له ټولو مذهبي او قومي مشرانو او له درنو ملا امامانو څخه غوښتنه کوي چې د واکسين په دغه پروګرام کې دې له موظفو ډلو سره همکاري وکړي او کورنۍ  دې  ته  وهڅوي  چې د ناروغو ، ويده ، مهمه او د نويو زيږيدلو ماشومانو په ګډون خپل ماشومان د واکسين د ترلاسه کولو لپاره حاضر کړي؛ هيڅ يو يې د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې نه شي. ځکه واکسين په ډله ييز ډول د ماشومانو په شاوخوا کې د يوه معافيتي ديوال د جوړيدو سبب کيږي او هغوى په دغې ناروغۍ د اخته کيدو له خطر څخه بچ کوي.
که چيرې يو له دغو ماشومانو څخه په دې موده کې له واکسين څخه پاتې شي؛ دغه محافظي ديوال ماتيږي او د دې سبب به شي چې د پوليو وحشي ويروس نفوذ وکړي او له پنځه کلنى څخه ښکته ماشومان په تېره بيا د هغو ماشومانو ژوند چې ناروغ دي، له خطر سره مخامخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته