له پنجشېر څخه سږ کال څه باندې ۲۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
د پنجشېر د اطلاعاتواو کلتور ریاست مسوولین وايي، چې روان کال له دغه ولایت څخه ۲۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصر الله ملک زاده باختراژانس ته ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۰۰ زره کورنیو او ۱۵۰ بهرنيو سیلانیانو د دغه ولایت له طبیعي جاذبو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې تېرکال پنجشېر ته ۱۰۰ زره کورني او ۲۳ بهرني سیلانیان ورغلي و.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیلانیان د جاپان، پاکستان، استرالیا، سکاتلنډ، روسیې، امریکا، چین، جرمني او ایټالیا هېوادونو و.
نوموړي د سیلانیانو د زیاتوالي اصلي لاملونه د پنجشېرطبیعي جاذبې خوندوره هوا، تفریحي ساحېو درلودل ښودلي دي.
نوموړي وویل، چې دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ پلې کېږي او د پيل لپاره یې پلانونه بشپړ شوي دي.
د یادونې وړده، چې په راتلوونکي کال کې به د یاد ولایت په مرکز کې د سیلانیانو لپاره یو ستر او معیاري هوټل جوړشي.