خبرونهاقتصاد

له پلخمري څخه تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د لېږد عملي چارې پيل شوې

کابل، غبرګولي ۱۹مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت، د پلخمري له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د لېږد عملي چارو د پيل خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د پلخمري له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د لېږد عملي چارې د اوبو او انرژۍ وزارت تر مدیریت لاندې د یوه خصوصي شرکت په پانګونې سره پيل شوې.
ویل شوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره تر ۱۰۰۰ مېګاواټه زیاته برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان ته لېږدول کېږي چې د کابل او ۱۲ ګاونډیو ولایتونو د برېښنا ستونزې د هوارېدو ترڅنګ؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته