له پاکستان څخه نږدې ۱۳۰ کورنۍ هېواد ته راستې شوې دي

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د ۱۲۷ افغان کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د لېندۍ په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه له پاکستان څخه ۱۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۸ تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې دغه کسان کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست کې له نوملیکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته