له پاکستان څخه له ۵۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن له پاکستان څخه هېواد ته د ۵۴۲ کورنیو د راستنېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې په پاکستان کې مېشتې ۵۴۲ کورنۍ د مرغومې پر ۱۶ نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې هېواد ته راستنې شوې کورنۍ د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له پاکستان څخه په جبري توګه د افغانانو ویستلو د لړۍ له پيل راهیسې لسګونه زره تنه هېواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته د اسلامي امارت له لوري د ګومارل شویو کمېټو له خوا خدمتونو وړاندې کېږي.