له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې نږدې ۷۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي
کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې پرون ( د لېندۍ ۱۵مه) ۶۹۱ افغان کډوال د کندهار دسپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې ۱۰۰ کورنۍ، چې ۵۷۷تنه کېږي او ۱۱۴تنه نور بنديان چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې راستانه شوي د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شوي دي.
همدارنګه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.