له پاکستان څخه تر ۵۰۰ ډېر افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي
کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه د مرغومې پر ۲۸ او ۲۹ مه له پاکستان څخه ۵۰۳ افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې ۵۳ کورنۍ چې ۲۶۴ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي چې د کډوالو چارو له رياست سره تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړیوالو سازمانونو دفترونو ته ورپېژندل شوي او د ګومارل شوې کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ – ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې ورته مهال د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۹ کورنۍ چې ۲۶۴ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شوي چې د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړیوالو سازمانونو دفترونو ته ورپېژندل شوي.