له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زیات افغانان په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي
کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د تورخم او سپین بولدک فرضي کرښو څخه د سلواغې په ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه د ۵۵۳ افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې، ۵۸ کورنۍ چې ۲۷۹ تنه کېږي او ۲۰ تنه نور چې د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي وو، په جبري توګه د یادې فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شوي او دغه راز د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۴۸ کورنۍ چې ۲۵۴ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوې او د ګومارل شوې کمېټې له خوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د سرچینې په خبره، دغه کسان د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.