له پاکستان څخه افغانستان ته دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ دخپريدو خطر

اسلام اباد نړيوالي خبري منابع باختر دتلې دمياشتې ١٣  : 
په پاکستان کې د ماشومانو دګوزڼ يافلج دناروغۍ  دپيښو شمير بيخي زيات شوى دى .
په همدې حال کې دافغانستان  په ختيځ کې  روغتيايي مقامات وايي چې  دافغانستان  ختيځو ولايتونو کې  دپاکستاني مهاجرينو  له راتګ وروسته
په پوليو داخته کسانو  شمير هم زيات شوي دي.
دپاکستان روغتيايي مقاماتو ويلي دي  چې د روان ميلادي کال  په لومړيو 
نهو مياشتو کې   په دغه هېواد کې  دماشومانو  د ګوزڼ يا پوليو په ناروغۍ
داخته کسانو  شمېر دوه سوه دوو  ته رسيدلي دي.
له  هغه وروسته چې  په دغې ناروغۍ داتو ماشومانو  اخته کيدل مشخص شول
په پاکستان کې  په روان کال کې  ددغو پيښو شمير په تيرو څوارلسو کلونو کې
ډيرې لوړې کچې ته ورسيد.
دپاکستان دروغتيايي انسيتوت  يو مسوول محمدصفدر وويل  چې په پاکستان کې اوس  دپوليو دپيښو شمير  له بل هروخت څخه زيات دى.
دده دڅرګندونوله مخې  :  پخوا په  ٢٠٠٠ ميلادي کال کې  يوځل دپوليو دپيښو شمير لوړ شو او يوسلو نهه نوي ته ورسيد.
دنړيوالو هڅوله امله  اوس  دنړۍ په زياترو هېوادونو کې دپوليو ناروغي له منځه تللې ده اويوازې په پاکستان، افغانستان او نايجريا کې دغه ناروغي ماشومان وژني .
پاکستاني مامورينو تيره اوونۍ   دواکيسناسيون يو بل کمپاين پيل کړ چې
نږدې څلور ديرش مليونه تنه ماشومان دپوليو په وړاندې خوندي کړي.
صفدر وويل :  چې  دپوليو په پيښو کې نوى زياتوالى  په ناامنوسيمو کې  دماشومانو  دواکسين نه تطبيق اودناامنۍ زيږنده دى .
دپاکستاني طالبانو ډلې دپوليو دواکسيناسيون کمپاين منع کړى دى  او له
٢٠١٢ميلادي کال څخه  تراوسه پورې يې  نږدې شپيته تنه روغتيايي کارکوونکي وژلي دي.
دشمالي وزيرستان  په قبايلي سيمو کې  دياغيانو پرخلاف  دپاکستان دپوځي يرغل له پيل څخه وروسته   ددغو سيمو  په زرګونو تنو اوسيدونکي دافغانستان ختيځ ته تښتيدلي دي  اودافغانستان مقامات وايي   چې دغو مهاجرينو  دپوليو ويروس هم  له ځان سره ددغه هېواد  ختيځو سيمو ته راوړي دي.
دافغانستان په ختيځ کې ميشت پاکستاني مهاجرين وايي  چې له ٢٠١٢ميلادي  کال څخه  را په دې  خوا يې  په خپلو ماشومانو دپوليو واکسين نه دى تطبيق کړى .
دوى وايي  چې له يوې خوا   طالبانو  دواکسيناسيون  مخه نيوله اوله بلې خوا  خلک هم په دې باور دي چې واکسين نورې  ناروغۍ رامنځته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته