نړۍ

له پاکستان سره د امريکا د مرستو محدود کيدل

واشنګتن  باختر دوږي  شپږمه :
  د امريکا د متحده ايالاتو له مخالفو ياغې ډلو سره د پاکستان د ملاتړ په دوام او له هند سره د واشنګټن د پوځي او تجارتي اړيکو پراختيا د استخباراتي مقاماتو او د بهرنيو کارپوهانو په نظر د اسلام آباد ستراتيژيکي اهميت بيخي کمزورى  کوي.
د امريکا متحده ايالاتو په وروستيوکلونوکې له پاکستان سره هم پوځي مرستې او هم اقتصادي مرستې بيخي کمې کړې دي او دا کار له يوشمېر امريکايي  مقاماتو څخه د پاکستان د زړه بداوي د زياتوالي څرګندوى دى، ځکه د اټومي وسلو خاوند دغه هېواد په خپل ګاوندي  هېواد افغانستا کې د وسله والو طالبانو د ډلې ملاتړى دى .
د واشنګټن په (وودرو ويلسن سنټر) په څيړنيزمرکزکې دجنوبي آسيا کارپوه وايي: موږ د آسيا په جنوب کې د امريکا د متحده ايالاتو د سياست د چټک بدلون شاهدان يو چې له افغانستان او پاکستان څخه لرې والي غوره کوي او هند ته زيات متوجه کيږي .
له زياتې مودې راپديخوا د امريکا د متحده ايالاتو او پاکستان ترمنځ اړيکې معامله ګرانه دى چې په متقابل له اعتماد سره په مشخصوکړيوکې د جوړ جاړۍ او نوساناتو سبب شوي دي.
له پاکستان څخه د متحده ايالاتو اوږدمهال زړه بداوي له طالبانو په تېره  د امريکا د متحده ايالاتو له پوځي او استخباراتي ټولنې سره د ملاتړ د بندولو له غوښتنې څخه د پاکستان په ردولوکې دى .
  دا د امريکا د جمهور رييس بارک اوباما د حکومت اصلي هيله وه چې په افغانستان کې د پوځي لاسوهنې له نوي کولو څخه ډډه وکړي .
  د امريکايي مقاماتو د څرګندونوله مخې: دغه راز له دې پلوه انديښنه چې ګنې چين د واشنګټن او اسلام آباد د اړيکو په خرابوالي پانګونه وکړي؛ د انديښنې وړ ده .
تېره مياشت اوباما اعلام وکړ چې دى د هغه کال تر پاى پورې چې دى په خپل مقام کې دى؛ په افغانستان کې د ميشتو امريکايي سرتيرو شمېر د اته زره څلور سوه تنو په شاوخوا کچه کې ساتي او دا د دې مانا نه لري چې د کال تر پايه پورې د ځواکونو د نيمايي کولو  طرحه هيروي .
له پاکستان سره د امريکا د متحده ايالاتو ملکي او پوځي  مرستې چې يو وخت د امريکا د پوځي مرستو دريم ترلاسه کوونکي هېواد و؛ هيله کيږي په ٢٠١٦ ميلادي کال کې کابو يو مليارد ډالر وي.
د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت  د معلوماتو له مخې:  په  ٢٠١١  ميلادي کال کې له پاکستان سره د امريکا د مرستو وروستۍ څپه ٣٥ مليارده ډالر و .
د امريکا متحده ايالاتو له  ٢٠٠٧ ميلادي کال  راپديخوا له يومليارد ډالرو څخه کمې پيسې پاکستان ته نه وې بيلې کړې .
دغه مرستې دغه راز په داسې وحت کې  کميږي چې د امريکا بودجه له تنګسيا سره مخامخ ده او د داعش د مليشو پرخلاف دجګړې په ګډون نړيوال لومړيتوبونه يې د روسيي او چين په بيا پاڅون سره چې په زياتيدونکي توګه يې ادعاکيږي  د بدلون په حال کې  دي .
د مارچ په مياشت کې  جمهوريت غوښتوونکي  سناتور او د امريکا د سنامجلس  د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس باب کورکر وويل چې دى بله (مارتين لاکهيد) شرکت څخه د اف – ١٦ ډوله  جنګي جټ الوتکو د پيرودنې په لاره کې د اسلام اباد  د تمويلو لپاره  د ٤٣٠ ملياردو ډالرو د بيولو مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته