له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۲ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون ( د لېندۍ په ۱۴مه) نېټه له پاکستان او ایران څخه ۲ زره او ۴۰۶ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي،
دغه وزارت ویلي چې پرون له ايران څخه ۱۸۳۴ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې يې۳۵۰ تنه د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوي او همدارنګه ۴۷ کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۵۴کورنيو ته چې ۱۱۲ تنه کېدل په وړيا توګه يو يو سيم کارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه راز پرون له پاکستان څخه ۱۲۴ کورنۍ، چې ۵۷۲ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې او د مرستو ترلاسه کولو په موخه بېلابېلو مرستندویه بنسټونه ور پېژندل شوي دي.