سیاست

له پارلماني مسئلو سره د ښځينه خبريالانو بلدتيا

کابل باختردليندۍ دمياشتې٦  نيټه  :
له پارلماني مسئلو سره د ښځينه خبريالانو دبلدتيا دوه ورځنى پروګرام چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د دارالانشا ګانو له خوا او د پارلمان د پياوړتيا په برخه کې  د (يو.ان.ډي.پي) ادارې په همکارۍ د ملي شورا په مقرکې جوړ شوى و، نن له غرمې وروسته پاى ته ورسيد.
په دې پروګرام کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوى رئيس سيدحفيظ الله هاشمي د ملي شورا د خبرونو په خپرولوکې د رسنيو د رول او له خبريالانو سره  د دارالانشاګانو د کاري اړيکو، د ولسي جرګې د دارالانشا د پارلماني او مسلکي چارو مرستيال رحيم الله غالب، د ولسي جرګې د واکونو او کاري لارو چارو  په باب، د مشرانو جرګې د اطلاعاتو او د عامه اړيکو رئيس قدم علي نيک پى، د معلوماتي تکنالوجۍ رئيس احمدشعيب فطري او د دارالانشاګانو نور کارکوونکي دغو خبريالانو ته په بېلابېلو برخوکې د پارلماني مسئلو په باب معلومات ورکړل او دغه راز ميلمنو ژورناليستانو د دواړو مجلسونو د کميسيونونو د کاري غونډو بهير وکوت او په پارلماني چاروکې يې خپل معلومات زيات کړل.
د دغه پروګرام په پاى کې په دغو ژورناليستانو د دواړو مجلسونو د دارالانشاګانو  د رهبرۍ له خوا تصديق ليکونه هم وويشل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته