امنیت

له يوې اندازې جنګي وسايلوسره ديوه تروريست نيول کيدل.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دکندز پوليسو يو طالب  له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ونيوه .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال تورن نصرت الله جمشيدي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دکندز پوليسو يو طالب د څو تنو ملکي وګړو د آزادولو دعملياتو په بهير کې چې د کندز – تالقانو په لويه لاره کې دوسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو دکندز ولايت دخان آباد ولسوالۍ دباغ ميري کلي په مربوطاتو کې ونيوه.
جمشدي زياته کړه: ډاکتر قاسم له يوه کلاشينکوف، دوه ويشتو توغندي ويشتوونکو او دکلاشنکوف له اته سوه ګوليو سره دپوليسو له خوا ونيول شو.
داپه داسې حال کې ده چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر پرون هم دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوه ماين دکشف او شنډولو خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته