له يوکال وروسته دپوځيانو له خوا دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوالۍ ترلاسه کول .
-کابل باختر دغبرګولې اوولسمه :
پوځيانو له يو کال وروسته وکولاى شول دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له کنترول څخه وباسي .
پوځيان نن سهار دخواجه عمري ولسوالۍ بازار ته ننوتل .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، پوځيانو له څو ورځو راپديخوا دپوځي عملياتو په بهير کې په يرغلګرو طالبانو ساحه تنګه او لاپسې تنګه کړه تر دې چې په پاى کې نن سهار دخواجه عمري ولسوالۍ يې ونيوله .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوالۍ دنيولو لپاره جګړه کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى . خو دقيق شمير يې څرګندنه دى .
ده وويل چې طالبانو دتيريوکال په بهير کې دخواجه عمري ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې کلک سنګرونه جوړ کړي و . چې ټول يې دپوځيانو له خوا ونيول شول او دړې وړې شول .
دخواجه عمري ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې دپوځيانو ځاى پرځاى کيدو کليوالي اوسيدونکو ته نوي سا وربخښلې ده چې دوسله والو طالبانو دشتون ديو کال په بهير کې يې زياتې ناخوالي ګاللي دي .
ختم_ ف _ اکرم