کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :
په کندهار ولايت کې له هغو يو سلو اويا کورنيو سره چې دسيلاونو له امله زيانمن شوي ومرسته وشوه .
دکندهار ولايت له پيښوسره دمبارزي دملي اداري رييس محمدهاشم سدوزي باختراژانس ته وويل په دغو مرستو کې خوراکي توکي ، اوړه ، وريجي ، غوړي ، او دپخلنځي سيټونه شته چې دکندهار په مرکز اوولسواليو کې دسيلاو له امله پرزيانمنو کسانو وويشل شول