کابل باختر دکب دمياشتې ٥ :
په سرپل ولايت کې له يو زرو پنځه سوه بيځايه شويو او بيوزلو کورنيو سره
د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو توکو کې غنم ، غوړي ، دال نخود ، شړۍ ، ترپال ، بسکويټ ، صابون ، داوبو سطل او د ګازو ډبلي شامل دي چې په دوي وويشل شول.
دسرپل ولايت دمهاجرينو او راستنيدوکو چارو آمر باختر آژانس ته وويل :
دغه مرستې له سروې وروسته دمهاجرنيو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دکميشنرۍ او دنړۍ دخوړو دسازمان د ادارې له خوا ترسره شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ