امنیت

له وسلو سره يې دديارلسوطالبانو نيول

 

کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :

په کندز ولايت کې  دامنيتي ځواکونو دعملياتوپه بهيرکې ديارلس تنه ياغيان ونيول شول.

دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني باختراژانس ته وويل، دغه عمليات دپوليسو دځواکونو له خوا دوسله والو دطالبانو له شتون څخه دعلي اباد ولسوالۍ دپاکولو په مقصد پيل شوى دى.

دخبرحاى دڅرګندونوله مخې، ددغو عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال مخالفين دعلي اباد ولسوالۍ په لاله ميدان کلي کې  ونيول شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي  چې په ورانکارو فعاليتونو کې کارول کيدل هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته