سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له وحشیانو، وحشیانو ته پناه؛ اته میلیارده انسانان یې ننداره کوي

کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

تبصره

راځئ دا راسره ولولئ، چې انسان څنګه له وحشیانو، وحشیانو ته پناه وړي، غزه کې د روانې جګړې نږدې درې میاشتې پوره کېږي او د رسنیو د راپورونو په حواله دغې تړانګه کې یو شمېر کسانو د غزې په ژوبڼ او هغو ځایونو کې پناه اخیستې، چې حیوانات په کې ساتل کېږي.

د ژوبڼ مسولینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال دغه حیوانات له سختې لوږې سره مخ دي او یواځې په وچه ډوډۍ یې ژوندي ساتي.

دغه راپور کې، چې الجزیرې هم خپور کړی، ژوبڼ کې مېشتو غزه والو ویلي، چې د صهیونستي رژیم د ظلمونو له وېرې دلته له وحشي حیواناتو سره راحته او د امن احساس کوي.

د غزې د دغو اوسېدونکو له خبرو ښکاري، چې صهیونستي پوځ دومره ظالم دی، چې فلسطینیان یې له وحشي حیواناتو هم بد بولي او له وېرې یې په ژوبڼونو کې حیواناتو ته پناه وروړې.

د غزې اوسېدونکي د صهیونستي پوځ له وېرې په داسې مهال وحشي حیواناتو ته پناه وروړي، چې نړۍ کې یواځې دوه میلیارده مسلمانان او شپږ میلیارده نور انسانان د بشري حقونو د پالنې نارې وهي، خو هېڅ هېواد هم په ریښتینې توګه د فلسطینیانو دفاع ونکړه.

غزه کې د وحشي حیواناتو د لوږې راپورونه د دې لپاره ورکول کېږي، چې انسان په انسان ظلم کوي او نور هغه یې ننداره، په داسې حال کې چې د نړۍ له ۸ میلیارده زیات انسانان هره ورځ د غزې پر ملاتړ او بشري حقونو څخه د دفاع نارې وهي، لاریونونه کوي او بر ټولنیزو رسنیو پوستونه کوي.

نو د غزې په ژوبڼ کې وحشي زمري، چې د اسریلیانو وحشت ولید، د خپل ځان او د ځنګل د نورو حیواناتو له وحشت څخه یې زړه تور شو.

پکار ده، چې د بشر حقونو د پاللو ادعا په عمل کې ثابته شي او غزه کې د وحشي اسرایلیانو له لوري د فلسطینیانو د داړلو مخه ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته