له هېواد څخه عراق ته یو میلیون ۸۰۰ زره بوتل سیروم صادرشوي

کابل، د غبرګولي ۱ مه، باختر
د فارما سیټیکل تولیدي شرکت مسوولین وايي چې د لومړي ځل لپاره یې له هېواد څخه عراق ته یو میلیون ۸۰۰ زره بوتل سیروم صادر کړي دي.
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د کورنیو صنعتکارانو او په ځانګړې توګه د ملي شفا فارما سیټیکل شرکت له مسوولینو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې له هېواد څخه بهر ته د درملو د لومړۍ جوپې د تولید او لېږد یو مهم ګام وباله او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت پالیسي په ځان بسیا کول او د کورني تولیداتو وده ده.
نوموړي صنعتکارانو او پانګوالو ته وویل، چې په اوسني حکومت کې کورنیو صنعتکارانو او تولیدونکو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوي او کورني پانګوال باید د هېواد د ابادۍ او پرمختک لپاره له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.
له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمد الله متقي وویل، اسلامي امارت له وطني تولیداتو څخه د استفادې د فرهنګ په دودولو کار کوي او دغه راز زیاته یې کړه، چې د هرات د صنعتي ښارګوټي شرکتونه باید په کیفیت کار وکړي ترڅو نړۍ ته دا ثابته کړي چې افغانستان د ښه درملو د تولید وړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې دغه شرکت په ۲۵ ولایتونو کې فعالیت لري او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ خپل تولیدات له عراق وروسته یمن او سوریې ته هم صادر کړي.