له هېواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ۳۵مه کاليزه په ټول هېواد کې ونمانځل شوه

کابل، د سلواغې ۲۶مه، باختر
د سلواغې ۲۶مه، چې له هېواد څخه د پخواني شوروی اتحاد د سرو لښکرو د وتلو له ۳۵مې کاليزې سره برابره ده د پلازمېنې کابل ښار په ګډون په ټولو ولايتونو کې د دولتي چارواکو په شتون کې د غونډو په جوړولو سره ونمانځل شوه.
اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بللې او ولس ته يې د دغه وياړ مبارکي ويلې ده.
د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې همدارنګه ويل شوي، چې د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پورې اړه لري او افغانانو په تېرو سلو کلونو کې درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هېواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړې ده.
افغان حکومت زياته کړې، چې د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.
د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د دغې ورځې په مناسبت په خپلو ويناوو کې يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د افغانستان حکومت له نړۍ سره دوه اړخيزو سياسي اړيکو، مثبت تعامل او ښه چلند ته ژمن دی او له نړۍ څخه هم ورته هيله لري.
دوی همدارنګه له هېواد څخه بهر له مېشتو افغانانو څخه غوښتنه کړې، چې په ډاډه زړه خپل هېواد ته راستانه شي او د ابادولو په موخه له حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي.
هېره دې نه وي، چې افغانانو د پخواني شوروی اتحاد د ماتې ۳۵مه کاليزه په داسې حال ونمانځله چې په افغانستان کې تازه د يوه بل زبرځواک (امريکا او ملګرو يې) اشغال پای ته رسیدلی او دغه هېواد له شلو کلونو جګړې ورسته د ارام ساه اخيستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته