له هرات ولايت څخه دحاجيانو دمستقيمې ليږدونې پروګرام پاى ته ورسيد

کابل باختر دتلي  شلمه
  له هرات ولايت څخه سعودي عربستان ته په مستقيمه توګه د حاجيانو داستولو شل ورځني پروګرام پاى ته ورسيد .
دهرات ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي په تيرو شلو ورځو کې  دلويديځ زون دولايتونو نږدي  څلور زره  تنه حاجيان په مستقيم ډول دهرات له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي .
ويل کېږي چې په دې موده کې ددغې حوزي درې زره نهه سوه څلويښت تنه حاجيان په اوولسو  الوتنو کې داريانا دهوايي کرښې له لاري ليږدول شوي دي .
دهرات دهوايي ډگر  دسرحدي پوليسو قوماندان ډګروال  سيد شريف  باختر اژانس ته وويل  په روان کال کې له هرات ولايت څخه ټول حاجيانو دهغو نويو تاسيساتو له لاري  ليږدول شوي دي چې په ډيرو پرمختللو امکاناتو سمبال دي .
  له بلې خوا دهرات ولايت د حج او اوقافو رييس  سيد عبدالواحد وايي  له هغو ټولو کسانوڅخه چې سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي  ١٩١٦تنه يې دهرات ولايت اوسيدونکې دي
ديادونې وړ ده چې دهيواد دلويديځي  حوزي دحاجيانو دليږدونې پروګرام دتلې دمياشتي په  دويمه نيټه پيل شوي و او پرون پاى ته ورسيد .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته