کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
له نشه يي توکو سره دمبارزې وزيره ددوو پروژو دپرانيستلو په مقصد پرون ديو هئيت په مشرۍ د ميدان وردګو ولايت ته لاړه . له ميدان ښار څخه دباختراژانس خبريال خبر راکړ : دهېواد له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزير ې سلامت عظيمي دميدان وردګو ولايت ته دخپل سفر موخه ددوو پروژو پرانيستل او ددغه ولايت له مشرانو سره کتنه وبلله .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغه ولايت کې جوړه شوې وه له نشه يي توکو سره دمبارزې وزيرې په خپلوخبرو کې وويل: موږ دميوې ديوه مارکيټ دګټې اخستنې شاهد يو چې په پنځه جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او دغه راز يو جمنازيوم ددغه وزارت له بودجې څخه داته شپيتو مليونو افغانيو په لګښت د يو نيم جريبه ځمکې په ساحه کې جوړشوى دى .
دې څرګنده کړه :ددغو دوو پروژو جوړول دکوکنارو دکرکيلي په صفر کيدو پورې اړوندې وې او دميدان وردګو ولايت له هغو ولايتونو څخه دى چې دکوکنارو کرکيله پکې صفر شوې ده
له نشه يي توکو سره دمبارزې وزيرې دميدان وردګو ولايت له خلکو څخه وغوښتل دغه وياړ چې ورپه برخه شوى له لاسه ورنه کړي . او دغه راز ددغه ولايت له مشرانو څخه يې له دې امله قدرداني وکړه.
وروسته دميدان وردګو والي ځنډي ګل ديوې وينا په ترڅ کې له نشه يي توکوسره دمبارزې دوزارت له مرستو او همکاريو قدرداني وکړه او ددغه ولايت له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې دنشه يي توکو څخه داستفادې پرځاى ورزش ته مخه وکړي تر څو تل په روغتيا کې ژوند وکړي .
0 1 دقیقه لوستل