سیاستخبرونهTOP

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانیستل شو

کابل، د وږي ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون نن په سپېدار ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ياده غونډه کې وویل چې دا کمېسیون له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د همغږۍ او هدفمنده اقداماتو په موخه رامنځته شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نږدې شوی دی.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، چې وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم سخت زیانمن کړی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نشه يي ‌توکو په له منځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسؤلیتونه اداء کړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني وویل چې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او نورو اړوندو ارګانونو په ګډې همغږۍ په تېرو ۳کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او ګڼې لاسته راړونې لري.
نوموړي وویل، نشه یي توکي نه یواځې د افغانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی، موږ په دې برخه کې د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ یوو، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد له نشه یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړول لوی نوښت وباله او ويې ویل چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه له نورو اړوندو ادارو سره په بشپړې همکارۍ له نشه يي توکو سره مبارزې ته چمتو دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي وویل تر اوسه د ۱۴زره معتادینو درملنه شوې خو د بودیجې، بسترخونو، بشري قوې او د زونونو په کچه د سترو روغتیايي مرکزونو نشتون یې چارې ټکنۍ کړې او په دې برخه کې بايد له عامې روغتیا وزارت سره مرستې وشي.
د يادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار په ياده غونډه کې وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي، چې په پايله کې یې ۲۰زره تورن کسان نیول شوي، ۱۴۵۰ د بېلابېلو نشه يي توکو د تولید کارخونې له منځه وړل شوې، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷ زره هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته