ټولنه

له نشه يي توکوسره د مبارزې د چارو وزارت درې قراردادونه لاسليک کړل

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزيرې سلامت عظيمي نن له بېلابېلو شرکتونو سره درې ټولګټې قراردادونه لاسليک کړل .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: 
له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزيرې د نشه يي توکو د ټلويزيوني او د دغه قرارداد له مخې له نشه يي توکو سره د مبارزي د چارو وزارت دغه اعلانونه  د نشه يي توکو په زيانونو د عامه پوهاوي په موخه په سيمه ييزو او ملي رسنيو کې خپروي.
د غور ولايت په مرکز چغچران کې د شاتو د مچيو د فارم د جوړولو قرارداد هم له نشه يي توکوسره د مبارزې د چارو د وزيرې له خوا لاسليک شو.
عظيمي د دغه فارم د جوړولو موخه دشاتو دمچيو روزنې ته دبزګرانو هڅول وبلل او ويې ويل چې دغه شان پروګرامونه کولاى شي د کوکنارو د کرکيلې مخه ونيسي.
د ګرځنده تياتر قرارداد د سلامت عظيمي له خوا د زحل شرکت له رئيس سره لاسليک شو  .
د دې د څرګندونوله مخې: د دغه قرارداد د لاسليک موخه د هېواد په  ١٣ولايتونوکې د ګرځنده تياتر اجراکول دي چې د نشه يي توکو د کارولو وژونکي اړخونه نندارې ته وړاندې شي .
له نشه يي توکوسره د مبارزي د چارو وزيرې زياته کړه چې د دغو قراردادونو ټول ارښت څه د پاسه ديرشو ميليونو افغانيو ته رسيږي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزارت له خوا ورکول کيږي .
دې دغه راز وويل چې د دغو قراردادونو تطبيق د بديل ژوندانه او د کوکنارو د کرکيلې د له منځه وړولو په برخه کې د بزګرانو د هڅونې په مقصد ګټور وي .
سلامت عظيمي دغه راز د هلمند بست تصدۍ له رئيس سره د دوو جنراتورونو د تسليمولو سندونه لاسليک کړل.
د هلمند بست تصدۍ رئيس وويل چې د دغې تصدۍ د لارې پرسر ډير ستر چلنج د هلمند د بزګرانو  د پومبې د پروسس او انډي کولو په مقصد د بريښنا نشتوالى و چې د دغو جنرارتورونو په کارولو سره دغه چلنج حل کيږي او بزګران کولاى شي په آسانۍ سره خپل توليد شوې پومبه په دغې تصدۍ کې پروسس کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته