له میدان وردګو څخه تر هرات پورې د نوري فایبر د غځولو پروژې چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، له میدان وردګو څخه تر هرات پورې د نوري فایبر د غځولو پروژې چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد د نوري فایبر حلقوي «رینګ» د بشپړولو په موخه، له مرکز میدان ښار څخه تر هرات پورې د نوري فایبر د غځولو پروژې چارې پیل شوې.

دغه پروژه ۲۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۲۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت به په ټاکل شوې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ویل شوي چې د یادې پروژې د چارو په پیل سره زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د میدان وردګو، بامیان، غور او هرات اوسېدونکي له باکیفیته او چټک انټرنټي خدمتونو څخه برخمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته