له مسلکي بې وجدانه څخه نا مسلکي با وجدانه غوره دی

کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

تبصره

ټولو وطن پلورنکو، چپاولګرانو، سېکولرانو، د نشه یي توکو کارباریانو، د وطن د ځوانانو قاتلینو، اداري او اخلاقي مفسدینو، د ملت د خولې د ډوډۍ تښتونکو او نورو خیانتکارانو خولې خلاصې کړي او د  اسلامي امارت د مجاهدینو شا یې رانیولې، وایي پر هره څوکۍ او هر دولتي مسلکي لوړ پوست مجاهد واکمن دی او هر څه انحصار کې دي.

دوی ته باید وویل شي، چې دا هماغه مجاهدین دي، چې په یوه مړۍ وچه ډوډۍ یې ګوزاره کوله او ستا وطن یې د نړۍ د زبر ځواک له اشغال څخه خلاصوو او هغه څه چې د الله ج په نصرت په کې بریالي هم شول، دا همغه مجاهدین دي، چې په خپلو نایابه نظامي تکتیکونو یې د نړۍ او زمان منظم پوځونه لارورکي کړل او دا همغه مجاهدین دي، چې د خپل ولس د هوساینې لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې وه.

بل دا چې دغه مغرض او شر اچونکي باید پوه شي، چې کله واک د دوی و، نو څه یې وکړل، افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد په نوملړ کې لومړی او د نشه یي توکو لوی مرکز و، د جعلي پرمختګ په نوم اخلاقي فساد خو بېخي اوج ته رسېدلی و، نو دا دغو شریرو د مسلکیتوب پایله وه.

نو خبر دا ده، چې الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره یو خو دا دی، چې مسلکي افراد په خپل ځای پاتې شول او  د بشري قوې دغې برخې ته نور افراد او اشخاص هم ور اضافه شول؛ دغه راز قدر یې هم زیات شو او غوره امتیازات ورته ورکول کېږي.

دا هم باید وویل شي، چې د اسلامي امارت په جهادي لیکو کې ګڼ شمېر مسلکي او په عصري زده کړو سمبال کسانو شتون درلود، چې اوس په مهمو مسلکي پوستونو کې ګمارل شوي او کار کوي.

او بله قوي خبره دا ده، چې قران عظیم الشان او حدیث شریف د علومو بنسټونه دي، کله چې یو څوک د خدای (ج) او د رسول الله (ص) له لارې خبر وي، هغه د امورو ښه مدیریت کولی شي، چې ښه مثال یې د اسلامي امارت واکمني ده، ځکه د همدې مجاهدینو او په دیني زده کړو سمبال کسانو په مدیریت کې افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد په برخه کې د تېر نظام له لوري ترلاسه کړی لومړی مقام له لاسه ورکړ او دا دی اوس له اداري فساد څخه پاک هېواد لرو، د همدې مولوي صاحبانو په حاکمیت کې نشه یي توکي په صفر کې ضرب شول او زرګونه ځوانان له دغه ناوړه عمل یعنې د نشه یي توکو له استعمال څخه خلاص شول او دا دی د همدغو اصیلو افغانانو په مدیریت کې هېواد د ځان بسیاینې او ابادۍ پر لور ریښتوني ګامونه اخلي.

نو امارتي چارواکي د وجدان له مخې کار کوي او له مسلکي بې وجدانه، نامسلکي با وجدانه غوره دی.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته