له فارغانو څخه ازموينه واخستل شو

کابل باختر د  وږي يو ديرشمه
د201سیلاب قول اردو په قرارګاه کی د ختیځ زون ددولسم،څوارلسم اولسانس درجه له(۵۵۰) تنه فارغانو څخه د ملی اردو په سنهارس اکاډمۍ کی د شمولیت په موخه د سويې ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه نن له غرمی مخکی د۲۰۱سیلاب قول اردو په  قرارګاه کی دهمغږی په چاروکی د۲۰۱سیلاب قول اردومرستیال بریدجنرال مشهودالله «روشنګر» په مشرۍ ، په ختیځ زون کی  دجلب جذب رئیس ډګروال نجیب الله ، دقول اردو دښوونی اوروزنی مدیرډګروال رحمت الله «مومند» او د قول اردو قرارګاه دیوشمیرمنسوبانو ترڅارنی لاندی واخیستل شوه چی ټول ټال (۵۵۰) تنه د ختیځ زون د بیلا بیلو (کونړ،نورستان،لغمان اوننګرهار) ولایتونود دولسم ،څوارلسم اولسانس درجه فارغانوپکی ګډون کړی وو چی لدی جملی څخه به (۵۰) تنه ممتازفارغان د ملی اردوسنهارس اکاډمی ته جذب شی چی د(۱۸)میاشتونظری اوعملی زده کړوڅخه وروسته به دملی اردوپه لیکو (قطعاتو اوجزوتامونو)کی د دوهم بریدمن (افسر) په توګه فارغ اوګران هیواد اوهیوادوالوته به دخدمت جوګه اوپه دندو وګومارل شی.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته