له غزې ملاتړ؛ حوثي وسلوالو تېرو ۹ میاشتو کې ۴۰۰ بریدونه کړي

نړۍ، د غبرګولي ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې د یمن حوثي وسلوالو په تېرو نږدې نهو میاشتو کې له غزې څخه د ملاتړ په لاره کې پر اسرایلو او د دغه رژیم د ملاتړو هېوادونو پر مرکزونو، ګټو او ارزښتونو شاوخوا ۴۰ بریدونه کړي، چې پایله کې یې لسګونه کیښتۍ له منځه وړل شوي او یا هم زیانمنې کړی شوې دي.

د امریکا ایزنهاور او سره بحیره کې د لوېدیځ ائتلاف اړوند بله تیوتور هغه کیښتۍ دي، چې په بشپړډول له منځه وړل شوې دي.

د توغندیو په برخه کې تر ټولو مهم د فلسطین په نوم بالیستیک توغندی وه، چې د حوثي وسلوالو د غزې په ملاتړ د اسرایلو پر ایلات بندر وتوغوو.

د حوثي وسلوالو تر څنګ په لبنان کې د حزب الله، عراق کې د اسلامي مقاومت غورځنګ او سیمه کې یو شمېر نورې ډلې هم شته چې د اسرایلو پر ضد او د فلسطینانو پر ملاتړ بریدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته