کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
په جوزجان کې د٤٠ ميګاواټه برېښنا په ظرفيت له طبيعي ګازو څخه د برېښنا د توليد لومړنۍ دستګاه نن په فعاليت پيل وکړ.
باختر آژانس د انرژۍ او اوبو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ: د شبرغان له طبيعي ګازو څخه د برېښنا د توليد دستګاه د "بيات پاور" په پانګونې سره په جوزجان کې په آزمايښتي ډول په فعاليت پيل وکړ.
ټاکل شوې ده دغه ګازي دستګاه، د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا شبکې له لارې په جوزجان، سرپل او فارياب کې په زرګونو کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې کړي.
ختم- شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ