امنیت

له طالبانو څخه دپکتيکا دوالي غوښتنه : نور له ورانکارۍ څخه لاس واخلۍ.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دپکتيکا والي محمد الياس وحدت له طالبانو او له نورو ډار اچوونکو ډلو څخه وغوښتل چې نور له ورانکارۍ څخه لاس واخلي او دافغانستان په جوړولو کې دې ونډ واخلي.
وحدت چې دسولې دنړيوالې ورځې دنمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې سوله يې دافغانستان دخلکو يوه مهمه اړتيا وبلله او له طالبانو او له نورو ډار اچوونکو ډلو څخه يې وغوښتل چې دسولې له بهير سره يوځاى شي.
ده دهغو امنيتي ځواکونو چې دهيواد د دفاع او دافغانستان دخلکو دامنيت دتامينولو په لاره کې خپل سرونه قربانوى درناوى وکړ او ويې ويل دافغانستان دولت په جګړې باورنه لري ، دولت هيله لري هغه پانګه چې په جګړه کې لګول کيږي دهيواد دآبادۍ په لاره کې ولګوله شي.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، امنيتي او دفاعي ځواکونه دغه راز د ډار اچوونکو او نورو ګواښونو په وړاندې دخپل هيواد دفاع کوي په دغو مراسمو کې دولايتي شورا يوه غړې او يوه مدني فعال هم په خبرو کې سوله دافغانستان يوه جدي اړتيا وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې ديو بل دمنلو او دهيواد دپرمختګ په لاره کې ګامونه پورته کړي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته