امنیت

له طالبانو سره يو يرغمل په هلمند کې دناتو دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شو.

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٨  :
په هلمند ولايت کې دطالبانو  يو يرغمل دناتو دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شو.
په دې هوايي بريد کې چې په نادعلي ولسوالۍ کې  دطالبانو په پټنځي ترسره
شو  يوشمير طالبان هم وژل شوي دي .
څلرويشت کلن ځوان عبدالمنير چې په هلمند ولايت کې دسترلنګ  په نامه  غيرحکومتي بنسټ ته يې کار کاوه څه موده مخکې دطالبانو له خوا تښتول شوى و.
يرغلګرو دغه ځوان   په هلمند کې  په خپل  پټنځي کې ساته .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې دناتو په دې بريد کې  دغه يرغمل ځوان  له يوشمير وسله والو طالبانو سره وژل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته