له صنعت‌کارانو څخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې غوښتنه؛ چاپېریالي اصولو ته پاملرنه وکړئ

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسي او مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد، نن د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې له رئیس شېرباز کمین زاده او د هلمند له یو شمېر صنعت‌کارانو سره په کتنه کې؛ له هغوی څخه غوښتي چې چاپېریالي اصولو ته پاملرنه وکړي.

باختر آژانس ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې ډاکټر عابد ویلي چې اوسمهال د چاپېریالي جوازونو د وېش بهیر آسانه شوی او هڅې دا دي چې د پانګه والو د هڅونې لپاره، هغوی ته د فعالیت جوازونه ورکړل شي.

هغه صنعت کارانو ته د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې د هېوادوالو روغتیا ساتنې او د هواککړتیا د مخنیوي لپاره دې لازم تدابیر ونیسي او چاپېریالي اصولو ته پاملرنه وکړي.

یادو صنعت‌کارانو هم خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.

دوی ژمنه کړې چې خپل فعالیتونه به د چاپېریالي اصولو مطابق عیار او د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې به لازم اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته