ټولنه

له شورابک بندڅخه په ګټې اخستنې سره د ٢٥ زره کورنيو بريښناتامينږي .

کابل باختر دچنګاښ اتمه :
دانرژۍ او اوبو وزارت دبدخشان دشورابک دبريښنا بندپه جوړولوکې د پرمختګ خبرورکړ .
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن يې باختراژانس ته لېږدولې  ده ويل شوي دي چې دبدخشان دشورابک دبريښنا  دبند دجوړولو کار  ٦٢ سلنه پرمخ تللې دى
دغه راز ويل شوي دي په دغه بند کې  ٣٥٠٠٠ مکعبه متره کانکريټ اچول شوى دى او اوس دبند ددروازې ، توربين ، جنراتور ، ترانسفارمر او د نورو وسايلو په ګډون دالکتروميخانيکي تجهيزاتو دلېږدونې بهير  پيل شوى دى .
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده چې دبريښنا  ددغه بند دجوړولو کار به د ٢٠٢٠ کال تر وروستيو پورې   بشپړ شي .
خبرپاڼه زياتوي چې دغه پروژه له بشپړېدو ورسته اووه اعشاريه پنځه ميګاوټه بريښنا توليدوي چې په پرانستلو سره  به يې دفيض اباد ښار داوسيدونکوپه ګډون  ١٥٠٠٠کورنۍ دهغه  له بريښنا  څخه ګټه واخلي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته