نړۍ

له سوريې څخه په بهر کې ددغه هيواد دجمهوري رياست انتخابات پيل شول .

دمشق  باختر د غبرګولي اوومه :
  له سوريې  څخه په بهر کې  ددغه هيواد له اتباعو څخه دراي اخستنې لپاره دسوريې دجمهوري رياست انتخابات نن سهار پيل شول
دسوريې دخبري اژانس  سانا دخبر له مخې دايران په ګډون له سوريې څخه په بهر کې  ددغه هيواد له اتباعو څخه راي اخستنه  نن سهار پيل شوه او دهر يوه هيواد په سيمه ئيز وخت نن دماښام تر اوو بجو پورې به دوام ومومي
په بهر کې  ميشت سوري اتباع ددغو هيوادونو په سفارتونو کې دراي ورکولو صندوقونو ته لاړل چې دخپل هيواد راتلوونکي جمهور رييس انتخاب کړي
دسوريې دمسوولينو دڅرګندونو له مخې دراي ورکولو صندوقونو  په  نهه ديرشو هيوادونوکې ايښودل شوي دي او دنړۍ په بيلابيلو سيموکې دسوريې سفارتونه په وروستيو  ورځو کې دهغو اتباعو دپراخ ګډون ډګر و چې دخپل هيواد دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دګډون لپاره يې نومونه ولکيل . 
دسوريې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ماهر حجار،  حسان النوري او بشاراسد سيالي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته