تهران وى او اې – باختر دکب دمياشتې ٣
د سوريې دکورنۍ جګړې دڅلورمې کاليزې په درشل کې دايران حکومت دسوريې د جمهور رييس بشارلااسد د رژيم پايتخت لپاره په هلو ځلو کې د دغه هيواد له دولت سره پوځي مرستې لا زياتې کړې دي.
په ځينو دغو مرستو کې د اطلاعاتو د راټولو او سرتيرونه دپوځي روزنې لپاره ديو شمير ډلو استول شامل دي.
د مسکو له خوا د وسلو او تجهيزاتو له سپارلو سره جوخت د ايران د حکومت د ملاتړ زياتوالى په داسې حال کې په واک کې د اسد له پاتې کيدو سره مرسته کوي چې نه دولتي ځواکونه او نه هم اپوزيسيون دجګړې په کرښو کې برياليتوب ترلاسه کړي .
د سوريې اردو په تير دوبي کې ونه کړاي شول ترلاسه شوي پرمختګونه وساتي . دغه پرمختګونه په سيمه کې دسوريې داصلي ملاتړ ايران او دلبنان د حزب الله دځواکونو په مرسته چې هغوى هم دتهران له خوا ملاتړ او سمباليږي ترلاسه شوي و خو دسوريې مشرتابه دکيمياوي وسلو په دسپارلو په مقابل کې د ژنيو- ١ موافقه ليک په لاسليک کولو سره ورکولاى شول دامريکا له هوايي بريدونو څخه خوندې پاتې شي.
1 1 دقیقه لوستل