کابل، د لړم ۷مه، باختر
بسم الله الرحمن الرحیم
ګڼه: (۳) نېټه: ۱۴۴۵/۲/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۲/٦/۱۲ هـ.ش
لومړۍ ماده:
د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره، لاندې مراتب منظوروم:
(۱) وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مكلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لويو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
(۲) په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي، د هېواد له نافذو تقنيني سندونو سره سم د خصوصي سكتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي. (۳) وزارتونه او امارتي ادارې مكلفې دي د هېواد د داخلي صنايعو د ودې او ځان بسیاینې په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنيو توليداتو څخه ګټه واخلي. دوه یمه ماده: دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.
والسلام امیر المؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده