امنیت

له سرحدي ځواکونو سره به اوږه په اوږه له پولو ساتنه وکړو

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
د پکتيا له سرحداتو څخه به له افغان سرحدي ځواکونو سره اوږه په اوږه ساتنه وکړو او هيڅ چاته به اجازه ور نه کړو چې زموږ په خاوره تيری وکړي .
دغه څرګندونې دپکتيا قومي مشرانو د دغه ولايت له والي سره له شپږو ولسواليو څخه د کتنې پرمهال وکړې.
په دې دری ورځني سفرکې چې د پکتيا والي زلمي ويسا په ګډون د نظامي ادارو مسوولينو ، د ولايتي شورا غړو او د ملکي ادارو رېيسانو برخه لرله ، د پکتيا له شپږو ولسواليو ( جاني خيل ، څمکني ، پټان ، لجه منګل ، احمدخېل او ځاځي اريوب ) څخه کتنه وکړه او د دغو ولسواليو د ولسونو ستونزې او وړانديزونه یې واوريدل.
د څمکنيو ولسوالۍ خلکو د دښمن او هر يرغلګر هېواد په وړاندې له خپل افغان دولت څخه په کلکه ملاتړ څرګند کړ او زياته یې کړه: که چيرې د افغانستان هر ګاونډي هيواد په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په خاوره هر تيری وکړي ، د پکتيا د سرحدي سيمو ميشت قومونه به یې په غبرګون کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
قومي مشر حاجي خيال محمد وويل چې له سرحدي ځواکونو سره به اوږه په اوږه د خپلې خاورې څخه دفاع وکړو او هيچاته به اجازه ور نه کړو چې په دغه خاوره باندې تيری وکړی.
د پاکستان او افغانستان اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې چې يوه اوونۍ مخکې د پاکستان د سيند ايالت د لعل شاباز پر زيارت د موټر بم چاودنه وشوه ، چې په دې پيښه کې شاوخوا ۹۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰ کسان ټپيان شول.
د پکتيا والي زلمي ويسا د دغو سيمو له اوسيدونکو څخه مننه وکړه چې هر وخت یې د دښمن په مقابل کې د خپلو افغان ځواکونو ملاتړ کړی.
ده زیاته کړه: هغه ستونزې چې اوس مهال د څمکنيو او پټان د ولسواليو د خلکو په ګډون د پکتيا د نورو ټولو ولسواليو اوسيدونکي ورسره مخ دي ، امکاناتو ته په کتو سره يوه په بله پسې حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته