ټولنه

له زرو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست له ۱۰۰۰ مهاجرو او اړو کورنيو سره د کمپلو مرسته وکړه.
د مهاجرينو چارو ريېس نقيب الله زمريال باختراژانس ته وويل چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې ورکول کېږي او د دې مرستې د وېش لپاره يې د هلمند ولايت اړو او مهاجرو کورنيو تر تثبيت وروسته دغه مرسته د مهاجرينو په چاروکې د نړيوالې ادارې په همکارۍ ترسره کړه.
د هلمند مستوفي او سرپرست والي غلام محی الدين صديق خوښي وڅرګنده کړه چې له اړو او د جګړو له امله له زيانمن شويو کورنيو سره مرسته ترسره کېږي.
د ولايتي شورا غړو هم له اړو او بې ځايه شويو کورنيو سره له شوې مرستې هر کلی وکړ او غوښتنه يې وکړه چې له جګړه ځپلو سره دې لا نورې مرستې هم وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته