کابل باختر دلړم درې ويشتمه :
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رياست دواکسيناسيون دتطبيق په مقصد دروغتيايي مرکزونو لپاره نن د ٤٠ موټرسايکلونو مرسته وکړه .
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ميرويس ربيع باختراژانس ته خبر ورکړ دغه رياست ديومليونو شپږ سوه زرو افغانيو په ارزښت ٤٠ موټرسايکلونه ددغه ولايت دڅوارلسو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو وويشل .
ده زياته کړه دغه وسايط دبلخ ولايت په لرې پرتو سيمو کې دواکسيناسيون دښو خدمتونو دترسره کولو په موخه ورکړل شوي دي چې هيڅ ماشوم دماشومانو دګوزڼ له واکسين او نورو واکسينونو څخه بې برخې پاتې نه شي
0 د یوې دقیقې څخه لږ