ترينکوټ باخترد چنګاښ ۱۲ مه
امنيتي مسوولين وايي له دې وروسته به هيچاته اجازه ورنه کړي چې په لويو لارو کې له موټر چلوونکو سره بد چلند وکړي.
په همدې موخه د قندهار ولایت امنیتي مسوولینو روزګان ته سفر کړی چې د دغه ولایت له مسوولینو سره په ګډه پر دغه لاره له څو ورځو راهیسي د باروړونکو د موټر چلوونکو له خوا پیل شوی اعتصاب پای ته ورسوي.
د روزګان ولایت د باروړونکو موټرو چلوونکو له څو ورځو راهیسې پر دغه لاره د دې له امله د نه تګ را تګ اعتصاب کړی چې د لارې په اوږدو کې دقندهار ولايت په امنيه قوماندانۍ پورې اړوند ملي پولیس ورڅخه نه يوازې په ناقانونه توګه پیسې اخلي بلکې وهل او ډبول کيږي هم.
خو له قندهار څخه ورغلی امنیتي پلاوی او په قومي چارو کې د جمهوررييس سلاکار محمد قسیم محمدي بيا ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به پر دغه لاره تګ راتګ کوونکي د پولیسو له خوا له هیڅ راز ناقانونه ستونزې سره مخامخ نشي. هغوی له موټر چلوونکو څخه وغوښتل چې اعتصاب پای ته ورسوي او پر دغه لاره تګ را تګ پیل کړي.
محمدي زیاتوي: دولت هڅه کوي چې د قندهار او روزګان د لویې لارې د امنيت تر څنګ د دغې لارې ټول هغه خراب ځايونه هم ورغوي چې اوس مهال یي موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د يادونې وړ ده چي تر دې وړاندې هم موټرچلوونکو د پوليسو له خوا د ناوړه چلند له امله شکايتونه کړي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د دغې ستونزې د اوراي په موخه له قندهار ولایت څخه روزګان ته امنیتي پلاوی سفر کوي او د دغه ولايت له مسوولینو سره له لیده کاته وروسته د دغې ستونزې د حل ژمنه کوي.
0 1 دقیقه لوستل