ورزش

له ديارلس کلني څخه ښکته دفوتبال ملي ټيم ايران ته ځي

کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
له ديارلس  کلني څخه ښکته  دهيواد دفوتبال  دملي ورزشکاران  په ايران کې دفوتبال په نړيوال جشن کې ګډون کوي .
دفوتبال فدراسيون دخپرونو مرستيال شمس امين  دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليو کې به له افغانستان څخه دولس تنه ورزشکاران  دالف او بي  په دووګروپونوکې ګډون وکړي . 
په دغو سياليو کې دافغانستان ورزشکاران دعراق ،  ايران  ، تاجکستان  او پاکستان له ورزشکارانو سره سيالي کوي
ديوه خبرځاى دڅرګندونو له مخې : له ديارلسو کلني څخه ښکته دفوتبال دملي ټيم ورزشکاران لومړي لوبه د روان لمريز کال د وږي  د مياشتې په شلمه نيټه دتاجکستان له ټيم سره ترسره کوي .
ديادونې وړ ده په دې سفر کې له افغان ورزشکارانو  سره څلور تنه هئيتان  ملګرتيا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته