له دوو بچيانوسره يې ديوې بيوزلې ميرمنې د ژوند دتراژيدي پاى

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١ :
په فارياب ولايت کې  يوې ځوانې ميرمنې دبيوزلې له امله  دځان او دخپلو دوو بچيانو ژوند پاى ته ورساوه .
دفارياب پوليس وايي  چې له دوو بچيانوسره يې  ددغې بيوزلې ميرمنې مړى  نن سهار دشرين تګاب ولسوالۍ دجامع جومات په  ډنډکې کشف اوترلاسه شو.
ددغې ځوانې ميرمنې ميړه دوه کاله کيږي چې دکار لپاره ايران ته تللى  او دې له خپل پنځه کلن  زوي  او درې کلنې لور سره دبيوزلې اومجبوريت له امله دخپل خسر په کورکې ژوند کاوه.
ددغې ميرمنې يو ګاونډى فواد باختراژانس ته وويل دغې ميرمنې څوڅوځلې  خوراکي توکي له پلورنځيو څخه په پور اخيستي وو او له څو ورځو را په دې خوا دکانداران دخپلو پيسو په خاطر ددې کور ته ورتلل.
دفارياب ولايت دشرين تګاب ولسوال سيدلقمان کهري وايي دسيمې اوسيدونکي ددغې ولسوالۍ دجامع جومات دډنډ دتشولو په وخت کې  ددغې ميرمنې اودهغې د دوو تنو ماشومانو مړو ته متوجه شول اوله ځنډ پرته يې پوليسو ته  خبرورکړ.
دشرين تګاب ولسوال باختراژانس ته وويل  ښايي بيوزلي ددغې ځان وژنې
انګيزه وي .
ده زياته کړه چې دغه ځوانه ميرمن دخوراکي توکو له پلورنځيو څخه پور وړي وه.
ويل کيږي چې ددغې ځوانې ميرمنې خسر دامنيتي  ځواکونو له خو انيول شوى دى .
دشرين تګاب ولسوالۍ امنيتي مامورين وايي ددغې  پيښې په باب څيړنې پيل کړې  دي .
په افغانستان کې  بيوزلي او وزګارتيا دزرګونو بيوزلو کورنيو ژوند له خطرسره مخامخ کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته