کابل باخترد لړم د مياشتې ٢٠ :
په فراه ولايت کې د جګړو له پيل څخه تراوسه پورې له ٢٤٦٠ بيځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته شوې ده.
دفراه ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې رئيس عبدالغفور ايوبي باختر آژانس ته وويل ؛ دغه مرستې دفراه ښار ته څيرمه ساحو څخه دوروستيو جګړو په بيځايه شويو کورنيو ويشل شوي دي .
دده دڅرګندونوله مخې ؛ تراوسه پورې ٢٤٦٠ بيځايه شويو کورنيو سره چې زموږ دټيمونوله خوا مستحق شميرل شوي وو له هرې کورنۍ سره پنځه پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
اوس هم د بيځايه شويو کورني سروې او له بيځايه شويو کورنيوسره مرستې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ