کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دهيواد د دولس کلنۍ ټيم په جنوبي کوريا کې د آسيا د دولس کلنو دفوټبال په
جشنواره کې له ګډون وروسته د دوو لوبو په ګټلو او يوې لوبې په بايلو سره نن
سهار هيواد ته راستون شو.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضي دانش دباختر خبريال ته وويل : په دې جشنواره کې دهيواد دولس کلن ټيم د څلور تيمونو په وړاندې لوبه وکړه چې دجنوبي کوريا ټيم ته ييې دصفر په مقابل کې په پنځو سره سيال ټيم ته ماتې ورکړه او بله لوبه يې دکوريا الف ټيم سره برابره پاى ته ورسوله او ديمن دټيم په وړاندې دصفر په مقابل کې په يوې سره لوبه بايلله او دپاکستان ټيم ته يې دصفر په مقابل کې په دريو سره ماتې ورکړه.
دغه ټيم نن سهار هيواد ته راستون شو .