امنیت

له دولس کلنۍ څخه ښکته دفوتبال دغوره ليک سياليو دوام وموند .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
له دولس کلنۍ  څخه ښکته دفوټبال  دغوره ليک  سياليو نن سهار په کابل کې په دريو لوبو سره دوام وموند .
دکابل دفوټبال فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر اژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې دهندوکش بي ټيم دصفر په وړاندې  په دوو سره داتحاد ټيم ته ماتې ورکړه .
داريانا کارتې دتنکيو ځوانانو ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره  داردو پرټيم بريالى شو او داميد ګلوبل  ترست ټيم دصفر  په وړاندې  په يوې سره دپامير ټيم په وړاندې  ماتې وخوړه  .
دغه سيالۍ ددولسو ټيمونو ترمنځ  له يوې  اوونۍ  راپديخوا  په غازي لوبغالي کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته